AP ۱۴۰۳ وری ۲۷ ۱۰:۴۲
Journalist ID: 5513
News ID: 85444938
T T
۰ Persons
د اسرائیلو پر ضد د ایران پوځي اقدام مشروع او له ځانه دفاع وه

ایرنا خبری اژانس واي، د ملګروملتونو په امنیت شورا کې د چین او روسیې استازیو د اسرائیلو پرضد د ایران اسلامی جمهوریت پوځی اقدام مشروع او له ځانه دفاع وبلله.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبرخ؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه تېره شپه ناوخته د اسراییلو په غوښتنه جوړه شوه چې پر اسراییلو د ایران د برید په اړه څېړنه وکړي.

د چین او روسیې استازیو په داسې حال کې چې د اسرائیلو په خلاف د ایران اسلامی جمهوریت د بریدونو دفاع کوی، په دمشق کې د ایران اسلامی جمهوریت په قونسلګرۍ باندې د اسرائیلو د تېری په اړه د امنیت د شورا په دوه ګونی چلند سخته نیوکه وکړه.

په ملګرو ملتو کې د روسیې استازي واسیلي نیبنزیا وویل: د ملګرو ملتو سرمنشی پرون په سمدستی توګه د اسرائیلو په خلاف د ایران اقدام وغندۀ خو د افسوس خبره ده چې هغه د اپریل د میاشتې د دوهمې نیټې په غونډه کې د اسرائیلو د حملې د بیا کتنې لپاره حاضر نه شو.

د روسیې استازي د ملګروملتونو د امنیت شورا غړیو ته په خطاب کې وویل: د اسرائیلو له برید وروسته ستاسو له جملې څخه ډېرو د دې جرئت نه دی کړی چې ووایي، په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي زیاتېدا د اسرائیلو د پوځي عملیاتو په چوکاټ کښې کیږی. 

نبنزیا وویل: د یو هېواد پر ډیپلوماټیک مرکز برید د ځان د دفاع لپاره یو مشروع دلیل کېدای شي، د ایران برید د اسرائیلو پر قونسلګرۍ د برید په غبرګون کې دی.
هغه د امنیت شورا له پریکړه لیک څخه د اسرایلو د سرغړونې او د سوریې په خاوره او د ایران په قونسلګرۍ باندې د دغه هېواد د برید په وړاندې د لوېدیځو هېوادونو په بې غورۍ نیوکه وکړ ویې ویل: دغې چوپتیا د نورو بریدونو لپاره لاره هواره کړې ده.

د روسيې استازي دې ته اشاره وکړه، چې که دغه بريد د يوه لوېديځ هېواد پر ډيپلوماټيکو مرکزونو شوى واى، د لوېديځو هېوادونو غبرګون به په بشپړ ډول مخالف و.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د چین استازي په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د اسرائیلو برید د ملګرو ملتونو له منشور او نړیوالو قوانینو او د سوریې او ایران له ځمکنۍ بشپړتیا څخه جدي سرغړونه وبلله ویې ویل: د ایران دغه اقدام دې برید ته یو غبرګون و.

ګنګ شوانګ د ملګرو ملتونو د منشور او نړيوال قانون په چوکاټ کې د شخړو پر حل ټينګار وکړ.

شوانګ پر غزې د اسرائیلو یرغل ته هم اشاره وکړه او د فلسطین مسئله یې د منځني ختیځ لپاره بنسټیزه وبلله ویې ویل چې د غزې او فلسطین کړکېچ د منځني ختیځ نورو برخو ته هم غځېدلی شي.

د چين استازي وويل: د دوو دولتونو له حل پرته د دغه بحران بله حل لاره نشته او په فلسطين کې د اسرائيلو د تاوتريخوالي لړۍ بايد پای ته ورسېږي او نړيواله ټولنه هم بايد په دې برخه کې ګامونه پورته کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .